داعش د مالي ستونزو له کبله د نوو جنګیالیو په استخدامولو کې د ستونزو سره مخ دي

د داعش تروریستي ډله خپلو لیکو کې د نوو ترهګرو په استخدامولو کې د ستونزو سره مخ شوې او دوي باید د خپلو لګښتونو کچه راټیټه کړي. په دې هکله خبر CNN د تروریستانو نه د نیول شوو اسنادو له مخې ورکړی دی.

د لګښتونو د کچې د ټیټیدو لپاره د تروریستي ډلې مشرانو په ځانګړې توګه ترهګرو ته سلا ورکړي، چې د بریښنا په لګښت کې پام وکړي او د موټرونو څخه یوازې او یوازې ددندې تر سره کولو په موخه کار واخلي.

ددغه نیول شوو اسنادو له مخې چې په واشنګټن کې د «منخني ختیځ په جرګه کې» ساتل کېږي، ویل کېږي، چې د یو لړ پوځي ماتو په ځانګړې توګه په پالمیر کې د ماتې وروسته تروریستان خپلو لیکو ته د نوو خلکو په جذبولو کې د ستونزو سره مخ شوي دي. سر بیره پر دې د «اسلامي دولت» ډیر نور پخواني غړي په دې هڅه کې دې چې خپلې روغتیايی ستونزې ثابتې او په دې ډول سره د جګړې ډګر ته ولاړ نه شي.

یاد ټلویزیوني کانال وايي؛ چې «اسلامي دولت» تروریستي ډله دغو ستونزو سره د جګړې په ډګر کې ځکه مخ شوه، چې د امریکا لخوا جوړې شوې ټلوالې دغې تروریستي ډلې ته سخت زیانونه وراړولي دي.

د «اسلامي دولت» د ډلې پر ضد د امریکا په مشري د پوځي ځواکونو د عمومي قوماندان مرستیال جنرال پیطر ګیرستین خبریالانو ته وویل؛ چې د«اسلامي دولت» تروریستي ډله په ریښتیا هم د ترهګرو په جذبولو کې د ستونزو سره مخ ده.

Author

خروج از نسخه موبایل