بمب خبری… د سوریې په هکله د قطر او عربستان درول په د قطرد بهرهنیو پخواني چارو وزیر اعتراف
څو ورځې وړاندې د قطر بهرنیو چارو پخواني وزیر د انګلیسي خبرندویې فایننشل ټایمز سره په اوږده مرکه کې په سوریه کې د ستونزو د رامنځ ته کولو او ددې ستونزو د دوام په هکله مالومات خپاره کړل دې ریښتینیولی چې تر ډيره مهمه هم وه په عربي او یو شمیر نورو رسنیو کې خپاره نشول خو یواځې یوه عربي لیکوال (طراد العمري) په انحا نومي خبري آژانس کې د یوې سرلیکنې په خپرولو سره ویلي چې د دې قطري چارواکي څرګندونې نه منلی شي او نه یې هم ردوي.
په دې مرکه کې د قطر د بهرنیو چارو پخواني وزیر ویلي: « هغه څه چې په سوریه کې رامنځ ته شوي انقلاب نه وو بلکې یوه نړیواله لوبه وه» له دې سره ده قطر او عربستان ته د سوریې په تړاو د امریکا شنه څراغ ت
دې بسیاري اعتراف مسله بل ډول کړه او پّ سوری کې یې د عربستان نورو عربي هیوادونو ډلو او لویدیځو هیوادونو د نه لاسوهنې ادعاوې بې بنسټه کړې. لکه:
- هغه څه چې په سوریه کې رامڼخ ته شوي یو انقلاب دی.
- بشار اسد خپل خلک وژلي او له کورنو یې ایستلي دي.
- له سورریې سره ملګرتیا او پر دوی رحم.
- دا ایران دی چې په سوریه کې مداخله کوي او په سیمه کې د ستونزو اصلي رامنځ ته کولو.
- د معارضانو حقیقت د ریاض او د مرکه چیانو عالی پلاوې نوم لړ.
- د مرکه چیانو عالی پلاوي هوډ او د جینو په ناسته کې د حل لپاره تګلاره.
د ویلو وړ ده چې دا اعتراف د قطر، سعودي عربستان او امریکا لپاره تر ډيره حقوقي آثار لري او د سوریې دولت کولای شي ددې خطرناکه خبرو سره د بیلا بیلو هیوادونو پر وړاندې قضایي دعوه پرانیزي او یو تریلیونه ډالره یواځې د ویجاړیو په تړاو غرامت تر لاس کړي.