چابهار، پر اسلام آباد د تړلتیا پای ته رسیدل

د چابهار بندر له افغانستان په نهه سوه کلیو متری او دایران په سویل ختیځ کې پروته دی له دې بندر ځخه افغان سوداګر د کراچۍ د بندر په پرتله اته کلیو متره لږه لاره پلې کولای شي.

اوس چې له دې بندره څخه د ګټې اخستنې تړون لاسلیک شوی او د منځنۍ آسیا هیوادونو او نورو سیمه ایزو هیوادونو لپاره د اهمیت شتون په تړاو یوه بله هوکړه چې تر ډيره شونې ده تر راتلونکې یوې میاشتې په افغانستان کې لاسلیک شي د دریو هیوادونو مشران به پکې ګډون وکړي.

افغانستان له وچې سره تړلی هیواد دی او افغان سوداګر د اوبو له لارې د توکیو په را لیږد او لیږد کی له ډیریو ستونزو سره مخ وو او دي د کراچۍ له بندر پرته یې نورو برخوته لاره نه درلوده.

اوس مهال افغان سوداګر، د کراچۍ بندر له لارې خپل سوداګریز توکي هند او د نورو هیوادونو ته لیږدوي.

داسې یوه هیواد ته چې ټول اړتیاوې د واریداتو له مخې چمتو کوي او د صادراتو لپاره هم باید د یوې پر ځای څو ترانزیتي لارې ولري.

په خواشنی سره چې افغانستان له پاکستان سره له ډيرې مودې راهیسې د سیاسي ټولنیزو او اقتصادي ډول ډول ستونزو سره لاس او ګریوان دي چې تر اوسه هم دوام لري له دې سره افغان سوداګر د پآکستان له خاورې پرته بله داسې لاره نلري چې خپل وارداتي او صادراتي توکي ولیږدوي او له دې مخې زمونږ هیواد یو ډول په دې برخه کې پر یوه بهرني هیواد تړلی پاتې دی.

دې ته په کتو سره چې هند له پاکستان له پخوان سیالي لري موټر چلونکو ته اجازه نه ورکوي ترڅو هندي توکي ددوی له خاورې نورو سیمو ته ولیږدوي  له دې سره چې ددې هیوادونو ترمنځ ترانزیتي هوکړه لیکونه هم لاسلیک شوي دي خو پآکستان  دنورو مسایلو په څیر دا تړون لیک تل تر پښو لاندې کړی دی.

خو اوس د چابهار لارې خبرې د تیرو په پرته تر ډیره تودې شوي دي  او دا لاره د کراچۍ د لارې پر ځای ټاکل شوې ده.

چابهار د افغانستان له پاره تر ټولو نږدې بندر دی او د کراچی د بندر په پرتله د نږدې والي ترڅنګ کولاي شي افغانستان د پاکستان له تړلتیا خلاص کړي. خو دا په دې پورې تړاو لري چې چابهار باید پراخ کړل شي او په دې بندر کې ترانزیتي فعالیتونه ډیر کړل شي  دې بندر ته باید د اورګاډیو پټلۍ وغوځول شي او د لویو بیړیو د تیشیدو لپاره باید لاره هواره شي.

که چیرې داګامونه پورته کړل شي افغانستان به له دی بندر څخه په ګټې اخستنې سره خپل اومه توکي هند او د منځنۍ آسیا هیوادونو ته ولیږدوي.

له دې سره چې هند یو لوی صنعتي هیواد دی  د خوراکي توکیو او میوو څخه برخمن دی خو له دې هیواد سره سوداګری له ډیریو ستونزو سره مخ ده او پاکستان اجازه نه ورکوي ترڅو له دې لارې هند ته افغاني او له هند څخه هندي توکي په هوساینې سره افغانستان سره راورسیږي.

په پاکستان کې د افغان سوداګرو د موټرو دریدل په کراتو بیا ځلې شوي دي  او په دې برخه کې افغان سوداګرو تر ډیره زیان ګاللی دی.

نو له دې مخې بایدد چابهار بندر رامڼځ ته کلوو ته ډیر خوښ ووسو او که چیرې د ملي یوالي حکومت په دې برخه کې له ګډو هیوادونو سره هڅو ته دوام ورکړي نو پّ دې سره به یو خو افغانستان د پآکستان له تړلتیا خلاص کړي او له بل لوره به د پاکستان له هر ډول مضره چلند سره چلند وشي ځکه چې هغه مهال بیا مونږ کولای شو د کراچی پر ځای په بله لاره خپل توکي وارد کړو.

اقتصادي او د کراچی بندر ستونزې یواځې افغانستان ته ګواښ،نه او خنډونه ندي رامنځ ته کړي بلکې هندي سوداګرهم له ورته ستونزو سره مخ شوي دي.

له دې مخې افغانستان او هندوستان د سوداګری په برخه کې له ستونزو سره مخ شوي او اوس یې تر ډيره د چابهار لارې ته پام اړلی دی.

په دې سیمه کې به پنځوس هکتاره ځمکه افغان یو سل دیرشو شرکتونو ته ورکړل شي او دا ځمکه له یوه کال راهیسې ثبت شوي ده.

هند هم د دیارلس سوه څلورنویم کال وروسته کله چې له ایرن سره پّ دې هکله هوکړه لاسلیک شوه د چابهار د لومړي فاز په برخه کې یې کې پنځه اتیا میلیونه ډالره پانګونه کوي او تر لسو کلونو به دا برخه ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

له دې سره چې له مکران سمندري ځنډو څخه افغان سوداګر کار اخلي له اروپآیي هیوادونو هند او د منځنۍ آسیا هیوادونو سره د  افغان سوداګرو لپاره تر ټولو لنډه لږ لګښت لرونکي او آسانه لاره ده ددوی سترګې دې لارې ته پرانستل شوې او هند هم له پاکستان سره د غیر دوستانه اړیکو له مخې غواړي ترڅو د خپل سیال هیواد څخه ځان خلاص کړي.

دې ته پّ کتو سره دا ویلی شو چې له دې سره چې چابهار بندر له دې سره چې لږ لګښت به ولري له پآکستان سره تړلتیا هم له منځه وړلی شي او حکومت لاس ددوی پر وړاندې د هر ډول چلند سره خلاصولی شي.

Author

خروج از نسخه موبایل