د عراق يوه روحاني او سياسي مشر مقتدی صدر ددې هيواد له خلکو غوښتي ترڅو د دوشنبي په ميليوني لاريون کي گډون وکړي

د عراق يوه روحاني او سياسي مشر مقتدی صدر ددې هيواد له خلکو غوښتي ترڅو د دوشنبي په ميليوني لاريون کي گډون وکړي ټاکل شوي د دوشنبه په ورځ ددوی په وينا په عراق کي د سمون او اصلاح په موخه پراخ لاريون تر سره شي

د عراق د صدر بهیر مشر مقتدی صدر ویلي: یو شمیر سیاسي اړخونه له یوې خوا د پارلمان د ناستو مخنیوی کوي او له بل لوري په دې جرګه کې د نصاب د نیمګړتیا هڅې کوي ترڅو په دې سره سمون رامنځ ته نشي.

ده زیاته کړې د دوشنبه لاریون به ټول سیاسي اړخونه به د پارلمان ډاګیزې غوندې او د روڼتیا له مخې رایې ورکونې ته اړ کړي نو ولس به پر دې پوه شي چې کوم کسان سمون ته رایه ورکوي او څوک یې مخنوی کوي.

د عراق پارلمان ریس د تیرې سه شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د پارلمان ټولې ناستې او غونډې به تر نامالومې مودې وځنډیږي.

د عراق هیواد له تیرې اونۍ راهیسې له کله چې په پارلمان کې د نویو وزیرانو ته د رایې ورکونې پر مهال ستونزې او شخړې رامنځ ته شوې له نوېو سیاسي ستونزو سره مخ شوی دی. د پآرلمان استازو چې له مودو راهیسې په تحصن لاس پورې کړی او د یوې غونډې په تر سره کولو سره یې سلیم الجبوري له ریاست څخه لرې کړ.

له دې سره دوی د مقننې اجرایې قوې د مشرانو د ګوښه کیدو غوښتنه هم کړې پّ دې هیواد کې د د فساد او نورو ناخوالو پر وړاندې د نیوکو لمن د ورځې په تیریدو سره د پراخیدو په حال کې ده.

له دې هیواد څخه د رارسیدلي یوه بل خبر له مخې تیره ورځ د دوه موټر بمونو په پیښه کې دولس کسان وژل شوي په یوه برید کې چې د بغداد په شمالي سیمه کې رامڼخ ته شوی له امله یې نهه کسان وژل شوي دي او اته ویشت نور ټپیان دي دوهم برید د سرتیرو پر یوه کاروان تر سره شوی چې له امله یې درې کسان وژل شوی او یولس نور ټپیان دي ددې بریدونو پړه د داعش وسله والو پر غاړه اخستې.

Author

خروج از نسخه موبایل