پاکستان خپل ګاونډي افغانستان ته ډاډ ورکړی، چې له طالبانو سره د سولې خبرې به ” په یوه میاشت کې ” له سره پیل شي. په اسلام اباد کې د امریکا غږ خبریال ایاز ګل وايي، چې پاکستاني چارواکو د افغانستان د کډوالو وزیر ته دا خبره کړې ده.
د کډوالو افغان وزیر سید حسین عالمي بلخي اسلام اباد ته تللی، هغه د نورو پاکستاني چارواکو سره په خبرو سره د پاکستان د بهرنیو اړیکو د مشر سرتاج عزیز سره هم ولیدل.
وزیر بلخي، له ښاغلي عزیز سره تر خبرو وروسته د افغانستان د حکومت د مخالفو وسله والو سره د سولې د مذاکراتو بیا پیلېدو په اړه هېله من دی.
هغه وویل ” ښاغلي عزیز ډاډ راکړ، چې د افغانستان د س
دا خبرې داسې مهال کیږي، چې طالبانو څه موده مخکې په افغانستان کې د خپلو نویو عملیاتو د پیل خبر ورکړ، په همدې اونۍ کې په کابل کې د طالبانو په یو برید کې شاوخوا ۷۰ تنه ووژل شول او سلګونه نور ژوبل شول.
باور کیږي، چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او د ادعا له مخې له هماغه ځایه په افغانستان کې بریدونه تنظیموي؛ افغان چارواکي پر اسلام اباد ټېنګار کوي د طالبانو مشران د سولې خبرو ته کینوي.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو مشر سرتاج عزیز ویلي چې د سولې خبرې به بیا پیلیږي.
د پاکستان د بهرنیو اړیکو مشر سرتاج عزیز ویلي چې د سولې خبرې به بیا پیلیږي.
اسلام مني، چې پر طالبانو ” محدود ” نفوذ لري، خو وايي چې په افغانستان کې د طالبانو په فعالیتونو کنترول نلري.
ټاکل شوې وه، چې اسلام اباد به د مارچ په لومړیو کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې د مذاکراتو کوربه وي، خو طالبانو په وروستیو شېبو کې په دغو خبرو کې له ګډون کولو انکار وکړ.
که د سولې خبرې بریالۍ شي، ښايي په پاکستان کې مېشت شاوخوا درې میلیونه افغان کډوال خپل هېواد ته د بېرته ستنېدو لپاره زړه ښه کړي.
د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزیر د پاکستاني پولیسو له لوري د افغان کډوالو د نیولو، توقیف کولو، زورولو اوپه زوره د شړلو او نورو مسایلو باندې له پاکستاني چارواکو سرهخبرې وکړې.
د پاکستان د کډوالو وزیر عبدالقادر بلوچ وویل، افغان وزیر ته یې اطمینان ورکړی، چې د افغان کډوالو د ستونزو په حلولو کې به غوره کوي، خو ویې ویل ناقانونه او نا راجستر شوي افغان کډوال به له ستونزو سره مخامخ وي.
ښاغلي بلوچ زیاته کړه د دغو ستونزو د حل لپاره به د افغان حکومت په مرسته به په یوې میاشت کې د شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغان کډوالو د نومونو د ثبتولو پروسه پیل کړي.
د نوموړي په وینا دا مهال په پاکستان کې شاوخوا ۱.۵ میلیونه افغان کډوال د قانوني اسنادو په اساس ژوند کوي، ښاغلی بلوچ وايي د هغو کډوالو د پاتې کېدو موده به د ۲۰۱۷ کال تر ختم پورې وغزوي، چې قانوني اسناد لري، د هغوی د اوسېدو قانوني موده د ۲۰۱۶ جون په ۳۰ نېټه ختمیږي.