د افغانستان طبیعي زېرمې له ګواښ سره مخ دي

د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرامونو)یو، این، ډي، پي( رییس “داګلاس کیه” وايي، چې د نفوسو ګڼوالی پر طبیعي زېرمو ناسم اغېز کوي او دغه زېرمې له ګواښ سره مخوي.

نوموړي، چې د ځمکې د نړیوالې ورځې د نمانځنې په مراسمو کې په کابل کې جوړې شوې غونډه کې خبرې کولې، وویل، افغانستان طبیعي زېرمې له جدي ګواښ سره مخ دی.

د اجرایوي ریاست کلتوري سلاکار سید حسین فاضل سانچارکي د اجرایوي ریاست په استازیتوب وویل، چې د باروتو لوګي، چاودنو او د بېلابېلو وسلو کارولو چاپېریال ککړ کړی دی او د انسانانو له پاره یې چاپېریال له ګواښونو ډک کړی دی.

د سانچارکي پر وینا، د ملي یووالي حکومت هڅه کوي، چې د چاپېریال ساتنې ملي ادارې پلانونه په ټول هېواد کې پلي کړي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې سرپرست شهزاده مصطفی په ښار کې د ننه د معیاري ودانیو په اړه نیوکه وکړه او یې ویل، چې چاپېریال ساتنې اداره په یوازېتوب سره د هوا د ککړتیا مخنیوی نه شي کولی او له ټولو ادارو نه غواړي، چې په دې برخه کې مرسته وکړي.

د روانې زېږدیزې میاشتې ۲۲ مه نېټه د ځمکې له نړیوالې ورځې سره برابره ده.

دغه ورځ هر کال په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي.

Author

خروج از نسخه موبایل