د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې د سوریې په شمال حلب ښار کې د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې د ۱۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ددې8EDD38B9-5595-4B89-81CE-B66B9742D579_mw1024_s_n ډلې په وینا، دې بریدونو د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمې په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې لسګونه غیرنظامیان هم ټپیان شول او تمه کېږي د وژل شویو شمېر لوړ شي.

ټاکل شوې ده راتلونکې اونۍ په جنیوا کې د سولې خبرې اترې له سره پیل شي.

د سوریې دولت عمده مخالفې ډلې “د مذاکراتو عالي کمېټې” چې د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن دی ویلي چې د خبرو اترو په دې پړاو کې برخه نه اخلي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، په دې خبرو کې د ګډون نه کولو زیان به یواځې همدې ډلې ته متوجه وي.

د سولې دا خبرې په سوریه کې د جګړې پایته رسېدو په موخه ترسره کېږي چې تر اوسه نژدې ۲۵۰ زره کسان پکې وژل شوي او میلیونونه نور یې بیځایه شوي دي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *