د سوریې دولتي ځواکونو هوایي برید ۱۰ کسان

د سوریې د بشري حقونو څارونکې ډلې د سوریې په شمال حلب ښار کې د دولتي ځواکونو په هوایي برید کې د ۱۰ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

ددې ډلې په وینا، دې بریدونو د یاغیانو تر کنټرول لاندې سیمې په نښه کړي دي.

د راپورونو له مخې، په دې بریدونو کې لسګونه غیرنظامیان هم ټپیان شول او تمه کېږي د وژل شویو شمېر لوړ شي.

ټاکل شوې ده راتلونکې اونۍ په جنیوا کې د سولې خبرې اترې له سره پیل شي.

د سوریې دولت عمده مخالفې ډلې “د مذاکراتو عالي کمېټې” چې د سعودي عربستان له ملاتړ څخه برخمن دی ویلي چې د خبرو اترو په دې پړاو کې برخه نه اخلي.

د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، په دې خبرو کې د ګډون نه کولو زیان به یواځې همدې ډلې ته متوجه وي.

د سولې دا خبرې په سوریه کې د جګړې پایته رسېدو په موخه ترسره کېږي چې تر اوسه نژدې ۲۵۰ زره کسان پکې وژل شوي او میلیونونه نور یې بیځایه شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل