له داعش سره د یوځای کیدو په هکله د اردن د اخوان المسلمین ګواښ

له داعش سره د یوځای کیدو په هکله د اردن د اخوان المسلمین ګواښ

له هغه وروسته چې څه موده وړاندې داردن دولت په دې هیواد کې د اخوان المسلیمین دفترونه بند کړل او د دې ګوند کړنې او فعالیتونونه یې غیر قانوني اعلان کړل، داخوان المسلیمین ځینو مشرانو خبرداری ورکړ چې دوی به له داعش سره یوځای شي.

له دې سره د اردن پولیسو د اخوان المسلیمین د دفترونو له تړولو وروسته د “جبهۀ عمل اسلامی” ګوند دفترونه هم بندکړي، ددوی فعالیت یې غیر قانوني ښودلی دی چې دا چاره هم ددې ګوند د مشرانو له غبرګون سره مخ شوه.

د اردن دولت هم له دې پیښې وروسته په رسمي ګام پورته کونې سره، په داسې حال کې چې د اخوان المسلیمین ټول دفترونه یې بند کړل ددوی له غړیو وغوښتل ترڅو د قانون په کړۍ کې پاتې شي او له قانون څخه سرغړونه ونکړي.

Author

خروج از نسخه موبایل