کیدای شی داعش د لیبیا ډیره برخه ونیسی

ليبيا کې د يووالي نوي حکومت خبرداری ورکړی، چې “داعش” نومې ډله ښايي د دغه هېواد دوه پر درې برخه تر خپلې ولکې لاندې راولي.

تېر کال داعش د مديترانې په سمندرغاړي ښار سرت کې پیاوړی مرکز جوړ کړ.

اوس د اروپايي ټولنې ځينې وزيرانو د يووالي د حکومت د ملاتړ په موخه ليبيا ته تللي، خو دې هېواد کې چارې له پوره کرارۍ لا لرې دي.

دا پّ داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې داعش په سوریه او عراق کې ماته خوړلې او تر واک لاندې ډيری سیمې یې له لاسه ورکړې دي او اوس یې مخه د لیبیا په لور ده. مخکې له دې هم ویل شوي وو چې داعش خپل خلافت لیبیا ته لیږدولی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل