په اردن کې له نتانیاهو سره د محمد بن سلمان لیدنه

د سعودي عربستان د ولي عهد ځای ناستي محمد بن سلمان د اسرایلي رژیم له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره په اردن کې لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې چې د نیول شوي فلسطین په ایلات ښآر کې تر سره شوې د اردون په استازیتوب ددې هیواد د پوځ ستر درستیز هم ګډون کړی وو.

ددې لیدنې موخه مصر ته د سعودي عربستان د شاه له سفر وروسته د دواړو هیوادونو داړیکو په هکله او ددې سفر د پایلو په تړاو خبرې اترې وې. له دې سره په دې لیدنه کې پّ سیمه کې د تل آویواو ریاض د موخو پر پلي کیدو ټینګار شوی دی. له دې سره په دې لیدنه کې د لاندینیو موضوعاتو په هکله خبرې شوي دي:

–  د تیران او صنافیر ټاپوګانو، د قاهرې او ریاض ترمنځ د آبي هوکړې د لاسلیک موضوع او په دې هکله له صهیونیستي رژیم سره همغږي.

–  د سینا سیمې پراخوالی او دې سیمې ته د غزې د اوسیدونکیو لیږدول .

–  د اخوان المسلمین او اسلام پالو ډلو چې پّ اردن او مصر کې دي.

–  د سعودي عربستان اوصهیونیستي رژیم تر منځ د سره سمندر په سیمو کې د همکاریو هوکړه.

–  د سره سمندر پّ ځنډو کې په اصطلاح د ترهکرۍ پر وړاندې مبارزه.

–  د دواړو خواوو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراختیا.

Author

خروج از نسخه موبایل