پاکستان له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ګډو هڅو هڅه کوي

پاکستان له افغانستان سره د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د ګډو هڅو هڅه کوي

د پاکستان مشرانو جرګي یا سینيټ کې د سې شنبې په ورځ دافغانستان او پاکستان په اړيکو بحث وشو. دې بحث کې د بهرنېو چارو د وزارت هغه وينا سناتورانو ته وړاندې شوه چې د دواړو هېوادو د اړيکو په تړاو يې د مشرانو جرگې ځينو غړو غوښتنه کړې وه.

په دې وينا کې راغلي “پاکستان افغانستان خپل ګاونډي ورور ګڼي او له زړه هڅه کوي، چې د دواړو هیوادونو تر منځ ښې اړيکې ولري”.

وينا کې راغلي “پاکستان غواړي د دواړو هیوادو تر منځ د دوستانه اړیکو، پولې، امنیت او ترهګرۍ پرضد ګډې هڅې، تجارتي او اقتصادي او د افغان کډوالو پر ستونزو وخت ناوخته کابل سره په ښۀ فضا کې خبرې کړي.

وينا کې راغلي ” په لویه سطح د همداسې ښې اړیکو له امله په بېل بېل سیمو کې ددوی ترمنځ لرې والی کمېدی شي”.

دا وينا چې په کابل کې د پروني خونړي بريد وړاندې د مشرانو جرگې ته چمتو شوې وه، کېدى شي له همدې امله په کې يې يادونه نه وي شوي. خو د پاکستان حکومت وړاندې دا بريد غندلى دى.

د پاکستان مشرانوجرګې ته دا وينا په لیکلې بڼې وړاندې شوه، چې ددغې جرګې يوې ښځينه غړې سناتورې نجمه حميد يې غوښتنه کړې وه. دې پوښتلي و “چې د پاکستان او افغانستان تر منځ اوس مهال کومې لانجې شته او ددې د هواري لپاره د پاکستاني حکومت لخوا کوم قدمونه پورته کېږي”؟

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وينا کې راغلي د پاکستان لومړي وزیر نوازشریف د ۲۰۱۵م مېلادي کال کابل ته سفر وکړ او په دوه اړخیزه خبرو کې يې ښې لاس ته راوړنې ولرلې اوهمداسې د افغانستان ولسمشر، ډاکټراشرف غني، بیا په نومبر ۲۰۱۴ او ډیسمبر ۲۰۱۵ کې د اسلام اباد دورې وکړې او دواړو غاړو هڅه وکړه، چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره عملي قدم واخیستل شي.

د وينا ترمخه “همدا هڅې وې، چې اوس له طالبانو سره د مخامخ خبرو لپاره د څلورو هیوادونو امریکا، چین، افغانستان او پاکستان څلوراړخیزه غونډې دوام لري”.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وينا کې دا هم راغلي له افغان حکومت او نړیوالو سره په تماس کې دي، تر څو په دغه هیواد کې د مېشت شاوخوا ٣٠ لکه افغان کډوال په خپله خوښه بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

Author

خروج از نسخه موبایل