کابل کې دويمه چاودنه شوې

په افغان پلازمېنه کابل کې د خونړي بريد وروسته د دغه ولايت په شير پور سيمه کې يوه بله چاودنه شوې ده.

د کورنيو چارو وزارت وايي، دا د سړک غاړې بم چاودنه وه. د دغه وزارت وياند، صديق صديقي بي بي سي ته وويل “په دغه چاودنه کې چا ته ځاني زيان نه دى رسېدلى.

د چاودنې غږ ډير لوى بلل شوى و.

شيرپور په کابل کې پرته سيمه ده چې، ډېری لوړ پوړي چارواکي په کې اوسېږي.

وړاندې د کورنیو چارو وزارت د جنايي جرمونو سره د مبارزې ادارې ويلي وو، چې چاودنه د اوبو په یوه بیلر کې شوې ده.

تر دې وړاندې د کابل په پل محمود خان کې د يوه بريد په ترڅ کې لږ ترلږه ۳۰ کسان وژل شوي او له ۳۲۷ زيات ټپيان شوي وو.

Author

خروج از نسخه موبایل