په کویټ کې د يمن د پخلايني خبري به پر حالاتو گټوره اغيزه وکړي

سياسي کارپوهانو له دي سره چي دا خبري يي گټوري شودلي ويلي يي دي که چيري په دي برخه کي ريښتيني گامونه پورته کړل شي د يمن ستونزه به هواره شي

په یمن کې له یوې کلنې جګړې وروسیته په دې هیواد کې ښکیلې خواوې نن د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب په کویټ کې سره را ټول شوي. دا ناسته د حوثيانو او د عربستان د ایتلاف ترمنځ په لاره اچول شوې ده. په یمن کې سیاسي کارپوهان ددې خبرو ګټورو پایلو ته هیله مند دي خوځینو ویلي چې ګټه به یې هغه مهال روښانه شي کله چې په دې هیواد کې اوربند رامنځ ته شي.

محمد شمسان؛ “که وګورو ډيری ګټورې نښې نښانې شتون لري له دې سره دواړه خواوې اوس په دې پوه شوې چې باید د یمن ستونزه د خبرو له لارې هواره شي دې مسلې د کویټ ناستې ته د هیلو کچه لوړه کړې ده او د جنیو د تیرو دوه ناستو په پرتله هیله مندي شتون لري.”

نبيل الشوال؛ “او رنبد د خبرو پیلیدل پرمختګونه دي چې د ملګرو ملتونو په هڅو سره تر لاسه شوي لوی ځواکمن هیوادونه چې کولای شي په نړۍ کې بدلون راولي باید په دواړو خواوو فشار راوړي ترڅو له جګړې لاس واخلي او خپله ستونزه د خبرو له لارې هواره کړي.”

په یمن کې له یوه نیم کال راهیسې جګړه روانه ده چې تر اوسه یې له امله له شپږ زرو ډیر کسان وژل شوي دي د را رسیدلو مالوماتو له مخې اوس مهال یو ویشت میلیونه یمنیان چې ددې هیواد اتیا سلنه اوسیدونکي جوړوي بیړنو مرستو ته اړتیا لري او تیره ورخ له عربستان څخه د دوه سوه ټنه خورما یو کاروان دي هیواد ته رسیدلی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل