د بدخشان تګاب کې ٣٨ وسله وال او څلور پوليس وژل شوي

امنيتي سرچينې وايي، چې د بدخشان په تګاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو تر منځ د نښتې له امله ٣٨ وسلوال مخالفين او څلور پوليس وژل شوي او دغه راز پنځه نور پوليس ټپيان شوي دي.

 يوې امنيتي سرچينې چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون له غرمې وروسته درې  بجې وسلوالو مخالفينو د بدخشان پر تګاب ولسوالۍ بريد وکړ چې يادې نښتې د شپې تر ١٢ بجو پورې دوام پيدا کړ.

 سرچينې زياته کړه، چې په دغه نښته کې ٣٨ وسلوال مخالفين چې په هغوى کې بهرنيان هم شامل دي، وژل شوي او مړي يې د جګړې په سيمه کې پاتې شوي دي.

 يادې سرچينې زياته کړه، چې په يادو نښتو کې څلور ملي او سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او پنځه نور بيا ټپيان شوي دي.

 د امنيتي چارواکو د معلوماتو له مخې، طالبان له امنيتي ځواکونو سره له مخامخ کېدو وروسته د بدخشان يمګان ولسوالۍ ته په شا شوي دي.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه خپل نظر نه دى څرګند کړى.

Author

خروج از نسخه موبایل