د سکانو مهاراجا رنجیت سنګ په اتلسمې پېړۍ کې له شاه شجاع نه دغه الماس واخیست او بیا یې انګریزانو ته ورکړ
د هند حکومت رسمآ اعلان وکړ، چې د کوه نور الماس د برتانیا دی او په دې خبرې سره، پر دغه الماس د هند د لسیزو د ملکیت دعوې ته د پای ټکی کېښود.
د راپور په اساس د هند د لوی څارنوال مرستیال په همدې اړه یوې محکمې ته وویل، د هند د سیکانو پخواني مهاراجا رنجیت سنګ په خپلې خوښې دغه الماس انګریزانو ته ورکړی، تروړل شوی او غلا شوی نه دی.
خو، د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزیر عبدالباري جهاني د امریکا غږ اشنا ته وویل، چې د دغه الماس اصلي دعوه دار افغانستان دی. ښاغلي جهاني وویل رنجیت سنګ په زوره دغه غمی له شاه شجاع نه اخیستی و او انګریزانو ته یې ورکړی دی.
په لومړي ځل د نادر افشار کورنۍ دغه الماس احمدشاه ابدالي ته ورکړ، چې بیا وروسته د هغه د اولادونو ترمنځ لاس په لاس شو. اوس دغه الماس د انګلستان د شاهي تاج په مخکينۍ برخه کې ټومبل شوی، پر دغه الماس پاکستان هم دعوه لري.
ولې دغه الماس دومره مهم دی؟: