ایتیوپیا کې وسله والو ‘۱۴۰ ولسي وګړي وژلي’
د ایتیوپیا وزیر وايي، برید کوونکي د جنوبي سودان له حکومت او یا یاغیانو سره کوم تړاو نه لري.
ایتیوپیا وايي، وسله والو د سوېلي سودان پر پوله ۱۴۰ کسان وژلي او ۳۹ ماشومان یې تښتولي دي.
د ایتیوپیا د مخابراتو وزیر کیتاشیو رضا وايي، برید کوونکي په سوېلي سودان کې د مورلي قبیلې کسان دي، چې امنیتي کسان یې په لټه کې دي او تر اوسه یې د دوی شپیته کسان وژلي دي.
ایتیوپیا هغو لسګونو زرو وګړو ته پناه ورکړې، چې له سوېلي سودان نه د ولسمشر سلوا کېر او ریاک مچار ترمنځ د پوځي نښتو له کبله تښتېدلي.
دا نښتې په ۲۰۱۳ کال پیل شوې، چې هغه مهال ولسمشر خپل مرستیال ریاک مچار د ده په پرځولو تورن کړی و، خو نوموړي یې دا تور رد کړی و.
د دواړو ډلو ترمنځ په نښتو کې زرګونه کسان ووژل شول، خو په پای کې دواړه غاړې یوې نسبي هوکړې ته ورسېدل، همدا وو چې مچار خپلې پخوانۍ څوکۍ ته ستون شو او د ملي یووالي نوی حکومت جوړ شو.
د ایتیوپیا وزیر وايي، برید کوونکي د جنوبي سودان له حکومت او یا یاغیانو سره کوم تړاو نه لري.