بینټلي ویلي، ده هېڅ کوم ‘ناقانونه’ کار نه دی کړی
د امریکا د الاباما والي د خپلې بټوې د ستنولو لپاره د پولیسو یوه چورلکه د دغه کار لپاره ګومارلې وه چې پر دې کار ۴۰۰۰ ډالره لګښت راغلی و.
رابرټ بینټلي د ۲۰۱۴ کال پای کې د ټسکالوسا له ټاپو ستنېده چې خپله بټوه ترې هېره شوه او بیا ده پولیسو ته امر کړی و چې د راوړلو لپاره چورلکه بوځي
اوس نوموړي ویلي پولیسو ته يې د بټوې د پیدا کولو لپاره د چورلکې استولو امر نه و کړی.
ټسکالوسا د نوموړي له کوره د موټر د سفر پنځه ساعته واټن درلود.
ښاغلی بینټلي، چې دا مهال د جنسي تېري له تورونو سره مخامخ دی او خلک یې د استعفا غوښتنه کوي، ویلي هېڅکله یې د خپلې بټوې ستنولو لپاره چورلکه نه ده استولې:
”ما غوښتنه وکړه او دوی مې بټوه راوړه، زه نه پوهېدم چې دوی دا کار څرنګه وکړ، ما دا امر نه و کړی چې چورلکه پسې ولېږئ”.
دی زیاتوي: ”د امنیتي دلایلو له کبله تاسو باید بټوه هېره نه کړئ. زه والي یم. زه باید خپلې پیسې ولرم. زه د خوراک لپاره یوڅه باید واخلم. خپل هویت باید ولرم”.
ال ډاټ کام وېباڼې ویلي، د نوموړي د بټوې په بېرته ستنولو کې حکومتي چورلکه کارول شوې، چې د الاباما د مالیو ورکوونکو شاوخوا ۴۰۰۰ ډالر پرې لګول شوي.
د الاباما د قانون د تطبیق ادارې چارواکو د چورلکې د کارېدو په تړاو بېلابېلې څرګندونې کړې دي.
یوه ویلي، ده د والي د یوه پخواني ساتونکي له خوا د الوتکې د کارولو اجازه درلوده.
بل یې ویلي ده ته د بټوې ستولو په موخه د الوتکې کارېدو د امر اخیستو په اړه هېڅ نه وو ویل شوي.
د تېرې سې شنبې په ورځ، حکومتي قانون جوړوونکو د حقیقت موندلو په اړه لومړني ګامونه پورته کړل، چې په لړ کې یې د بینټلي له خوا پر یوې مرستیالې د جسني تورونه هم راپورته شول.
یوه چارواکي ایډ هینري اېن بي سي خبري تلوېزیون ته ویلي، ښاغلی بینټلي ”د الاباما د خلکو له باور سره خیانت کړی، که چېرې ده رښتیا له خلکو سره مینه لرلی، نو له واکه به لاس پر سر شوی وای”.