د شمالي کوریا توغندي ازموینه ‘ناکامه شوه

امریکایي او د سوېلي کوریا چارواکي وایي، شمالي کوریا د جمعې په ورځ سهار د خپل ختیځ ساحل په اوبو کې یو توغندیز ازمایښت وکړ، خو داسې ښکاري چې دا ازمایښت بریالی نه و.

دا ازمایښت د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون د نېکه او شمالي کوریا بنسټګر کیم اېل سونګ له زوکړې سره هم مهاله ترسره شو.

د سوېلي کوریا چارواکو وویل، د توغندي ډول او دا چې څومره واټن ویشتلی شي، تراوسه څرګند نه دی.

دا ازمایښت په داسې حال کې ترسره کېږي د کوریا په شبه جزیره کې ترېنګلتیا ډېره شوې ده.

شمالي کوریا په دې وروستیو میاشتو کې هایدروجني بم وازمویلو. د جنورۍ شپږمې اټومي ازموینه او د فبروۍ په اوومې د سپوږمکۍ توغول د ملګرو ملتونو د جاري بندیزونو نقض بلل شوی دی.

له همغه وخته امریکا او ملګرو ملتونو پر شمالي کوریا نوي بندیزونه ولګول، چې په وروستیو دوو لسیزو کې پردې هېواد تر ټولو شدید بندیزونه بلل کېږي.

شمالي کوریا په مارچ میاشت کې وویل، داسې واړه اتومي سروکي یې جوړ کړي چې پر بالسټیک توغندیو د نصب وړ دي.

کارپوهانو د شمالي کوریا ددې ادعا د سم والي په اړه شک ښوولی.

امریکا وویل، د شمالي کوریا وروستی توغندیز ازمایښت یې تعقیب کړی، خو نشي کولی ددې توغندي جزییات تایید کړي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل، “موږ یو ځل بیا له شمالی کوریا غواړو له هغو اقداماتو او شعارونو ډډه وکړي چې په سیمه کې د ترېنګلتیا سبب کېږي او په سیمه کې د خپلو نړیوالو مکلفیتونو د ترسره کولو پر لور دې ګام واخلي.”

Author

خروج از نسخه موبایل