په سوریه کې د ښکیلو خواوو ترمنځ پر له پسې د اوربند ماتیدل

د سوریې په حلب ښار او اړوندو شاوخوا سیمو کې په تیرو څو ځله له اوربند څخه سرغړونه شوې ده. له دې څخه یې تر ټولو ستره پیښه د جیش الفتح، احرار الشام، فیلق الشام، جیش الحر او النصرې جبهې له لوري په ستراتیژیکي العیس برید او ددې سیمې نیول او د وسله والو ډلو له لوري د برنه، الزربة، زیتان او خان طومان سیمې باندی بریدونه وو ویل شوي چې د جیش الاسلام ډلې له لوري په حلب ښار کې کیمیاوي وسله هم کارول شوې چې موخه یې د شیخ مقصود له منځه وړل وه.

هغه څه چې په دې برخه کې د اهمیت او پام وړ دي دا دي چې د اوربند د ماتولو هڅه په داسې حال کې شوې چې په سوریه کې پارلماني ټاکنې په لاره اچول شوي او بلې خوا ته د د سوریې ستونزې د هواری په موخه د جینو د ناستې بل پړاو پیل شوی دی. دې ته پّ کتو سره چې د النصرې جبهې پرته چې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ یې د اوربند له کړیه وتلې ډله ده او له دې سره داعش هم شتون لري، نورې وسله والو ډلو په داسې حال کې په بریدونو لاس پورې کړی چې له دولت سره یې د اوربند ژمنه کړې ده. مخکې له دې د سوریې دولت بریدګرې ډلې ترهګرې ښودلې وې او ددوی کړنې یې پّ سوریه کې د ستونزې د هواری په لاره کې د خنډونو رامنځ ته کول ښودلې وې.

ویل شوي چې سعودي عربستان، قطر او ترکیه په سوریه کې د دولت وسله والو مخالفو ډلو څخه ملاتړ کوي او د اوربند دتړون پر مهال یې ژمنه کړې وه چې اوربند ته به ژمن پاتې کیږي خو په عملي ډګر کې له دې سره چې دوی ته روزنه ورکول کیږي او پر وسلو سنبالیږي، له اوربنده په سرغړونې هم تورنې شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل