د تخار ولایت د پولیسو امنیه قوماندان نور محمد حکیمي وايي، چې وسله وال طالبانو جوپه، جوپه د تخار درقد ولسوالۍ ته ور روان دي.
حکیمي زیاتوي، چې وسله والو طالبان په دې هڅه کې دي، چې د تخار ول
د تخار ولایت د امنیه قوماندان په وینا مولوی کمال چې په ” ګوډ کمال” مشهور دی، د طالبانو له خوا د خواجه بهاوالدین ولسوال، مولوی بصیر د ینګي کلا ولسوال او مولوی نصرالله د درقد ولسوال ټاکل شوي دي او درې واړه په درقد ولسوالۍ کې اوسېږي.
د نوموړي په وینا، جنګي شرایط د طالبانو په ګټه دي، د ده په باور طالبان په درقد ولسوالۍ کې ولسي هډه لري او اوسمهال د جلب او جذب چارې يې روانې کړي دي.
حکیمي وايي، چې دوی په تخار ولایت کې د طالبانو د مهارولو له پاره چمتووالی لري.
په ورته وخت کې ځېنې شنونکي دغه چمتووالي ته د شک په سترګه ګوري.
د تخار پوهنتونو استاد او د دغه ولایت مدني فعال دانش وايي، چې تېر کال د مسوولو چارواکو د غفلت له امله ناامنۍ د دې ولایت نورو برخو ته وغځېدلې.
د دانش په باور، که د طالبانو نويو ګواښونو ته جدي پاملرنه ونه شي، تخار چې د بغلان، بدخشان او کندوز ناامنه ولایتونو سره پوله لري، په راتلونکې کې به یې د ناامنیو کچه خورا زیاته شي.
تېر کال درقد ولسوالۍ شاوخوا یوه میاشت د طالبانو په ولکه کې وه او د نظامي عملیاتو په ترڅ کې دغه ولسوالۍ بېرته افغان امنیتي ځواکونو لاسته ورغله.