سوریه کې پارلماني ټاکنې، خو مخالفان یې ناقانونه بولي

 له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سوریه کې د جګړې په پیلېدو راهیسې دا دویمې ټاکنې دي، چې ۱۱۳۴۱ نوماندانږ پکې د پارلمان ۲۵۰ څوکیو ګټلو ته ځانونه کاندي کړي وو، چې یوازې ۳۵۰۰ یې د رای اخیستو وړ وګڼل شول.

په داسې حال کې چې د سوریې د پوځ تر کنټرول لاندې سیمو کې پارلماني ټاکنو ته رای اچونه پیل شوې ده، مخالفو ډلو دغه ټاکنې ‘ناقانونه’ ګڼلې دي.

د رای اچولو مرکزونه پر ځايي وخت د چارشنبې په ورځ (اپریل ۱۳مه) ګهیځ په اوو بجو د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې پرانیستل شول.

په دغو سیمو کې د سوریې له ټول ټال وګړو شاوخوا ۶۰ سلنه اوسېږي.

دا رای اچونې په ژنیوا کې د ملګرو ملتونو تر څارنې لاندې د سولې د خبرو له نوي پړاو پیلېدو سره هم مهاله پیل شوې دي، چې په لړ کې یې د سوریې پنځه کلنۍ کورنۍ جګړې ته د سولې حل لارې لټول کېږي.

د بشار الاسد د راتلونکي او برخلیک په اړه اختلافونو خبرې ټکنۍ کړې دي.

اټکل دی چې په دې ټاکنو کې د ‘بعث’ واکمن ګوند پارلمان کې ډېری څوکۍ وګټي، خو ځینو نورو ګوندونو هم ظاهراً ګډون کړی دی.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې په سوریه کې د جګړې په پیلېدو راهیسې دا دویمې ټاکنې دي، چې ۱۱۳۴۱ نوماندانږ پکې د پارلمان ۲۵۰ څوکیو ګټلو ته ځانونه کاندي کړي وو، چې یوازې ۳۵۰۰ یې د رای اخیستو وړ وګڼل شول.

Author

خروج از نسخه موبایل