امريکا په سوريه کي القاعدي او دوی ته ورته وسله والو ډلو ته په زرگونه ټنه وسلي ورکوي

امريکا په سوريه کي القاعدي او دوی ته ورته وسله والو ډلو ته په زرگونه ټنه وسلي ورکوي گلوبل ريسرچ انټرنيټي بنسټ له دې سره ويلي د امريکا له لوري د ختيځې اروپا له لاري استول شوي نيمايي وسلې د القاعدي او دي ته ورته دلو لاس ته ورخي170779_228

د کاناډا ګلوبل ریسرچ انټرنیټي بنسټ د امریکا اړوندې یوې ادارې په تړاو یو ریپوټ خپور کړی چې د امریکا له لوري د ختیځې اروپا عقبه بندر ته د د وسلو لیږدولو ښکارندويي کوي. ګلوبل ددې سند له مخې ادعا کړې چې د امریکا استخباراتي ادارې له دې لارې په زرګونه ټنه وسله په سوریه کې د القاعدې او ورته وسله والو ډلو اړوندو کسانو ته سپارلې ده.

له دې سره دې بنسټ د یوه بل سند له مخې ویلي: امریکا له خپلو ملګرو هیوادونو غوښتي ترڅو یو اتیا کانینرونه چې پکې د چاودیدونکو توکو په ګډون بیلا بیلو توکیو شتون درلود د عقبه بندر ته واستوي او د تیر کال په ډسمبر او د روان کال په اپریل میاشت کې درې زره ټنه وسله دې بندر ته رسیدلې ده د انګلستان یوې مشورتې ادارې چې په دې هکله مالومات تر لاسه کړي ویلي: هغه کسانو چې واشنګټن د سوریې د وسله والو مخالفینو په توګه ترې یادونه کوي د اوربند پر مهال یې دا وسله تر لاسه کړې ده، ددوی په وینا له دې وسلو څخه نیمایي یې د اردون او ترکیې له لارې پّ سوریه کې د القاعدې او دې ته ورته ډلو لاس ته روغلې ده.

په ورته حال کې روسیي چاراکیو ویلي پّ سوریه کې د النصرې ډله اوس هم د ترکیې له لارې وسلې، مهمات او جنګیالیو تر لاسه کولو ته دوام ورکوي او دا وسلې له هغه سیمو تیریږي کوم چې د امریکا له ملاتړه برخمنې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل