د اپرېل په ۱۱مه په عدن ښار کې خلک او پوځيان
سره له دې چې د یمن له ځینو سیمو د جګړو راپورونه ورکول کېږي، خو داسې ښکاري چې په دې هېواد کې د جګړې پایته رسېدو په موخه د یکشنبې له شپې رامنځته شوی اوربند لا هم تر ډېره ټینګ دی
د ملګرو ملتونو ویاند اسټیفن دوجاریک په نیویارک کې وویل، د “تیت و پرک تاوتریخوالو” سربېره، هغه اوربند چې د ملګرو ملتونو به منځګړتوب پرې هوکړه شوې، په پام کې نیول شوی دی.
دا اوربند په یمن کې د سولې خبرو اترو پیلامه ده چې د عربستان او ایران ملاتړ لرونکو د جګړې دواړو لوریو ترې ملاتړ کړی دی.
د یمن دولت د اوربند پیلېدو ساعت وروسته په تعز او معاریب ښارونو کې حوثي یاغیان د اوربند په ماتولو تورن کړل.
د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د یمن دولت په ملاتړ د سعودي په مشرۍ ایتلاف لخوا د هوایي بریدونو له پیله تراوسه له ۶۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
ملګري ملتونه وایي، ډېر وژل شوي کسان ملکیان دي او ډېره برخه یې د ایتلاف په هوایي بریدونو کې وژل شوي دي.
دا جګړه همداراز په یمن کې د بشري ناورین لامل شوی، داسې چې نږدې دوه میلیونه کسان بیځایه شوي او ددې هېواد ۸۰ سلنه خلک مرستو ته اړ دي.
د جګړې دواړو لوریو ویلي، ددې اوربند درناوی کوي، خو د دفاع حق خوندي ساتي.
د تعز ښار اوسېدونکي چې د یاغیانو لخوا کلابند وو، د اوربند تر پیلېدو ساعت وروسته یې حوثیان د هاوان لګېدو مسوول وبلل چې له امله یې یو کس ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
ملګري ملتونه وایي، د یمن ۸۰ سلنه خلک مرستو ته اړ دي.