د اسلامي هېوادونو کنفرانس د مسلمانانو پر ستونزو غږیږي
د اسلامي هېوادونو د کنفرانس ( او آی سي) کلنۍ غونډه په ترکیه کې پیل شوې ده، غړي هېوادونو به د ترهګرۍ سره د مبارزې، د اسرایلو او فلسطین او په اسلامي هېوادونو کې پر روانو ستونزو او حل لارو چارو خبرې وکړې
د ۵۷ هېوادونو استازي داسې مهال جرګه کیږي، چې په سوریه او یمن کې تاوتریخوالي زیات شوي او د ترکیې په ګډون ځیني نور اسلامي هېوادونه هم د ترهګرۍ بریدونو سخت ځپلي دي.
دا، د او آی سي دیارلسمه کلنۍ غونډه ده؛ لوړ پوړیو چارواکو یې د غونډې اجنډا جوړه کړې ده، چې له مخې به یې د سه شنبې او چهارشنبې په ورځو کې د بهرنیو چارو وزیران غونډې کوي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به د پنجشنبې او جمعې د ورځو د غونډو مشري کوي، چې ټاکل شوې د څه باندې۳۰ هېوادونو مشران او استازي په کې برخه واخلي.
په میلمنو کې د سعودي پاچا سلمان هم شامل دی، پولیسو په ستانبول کې د غونډې د شاوخوا سیمو کلک امنیتي تدابیر نیولي دي.
او آی سي وايي چې، دوی به د فلسطن په مسئلې او د ” هر اړخیز سیاسي بهیر ” د بیا پیل په اړه د نړیوال د ملاتړ په اړه به یوه پرېکړه خپروي.
دا غونډه داسې مهال کیږي، چې د داعش د بریدونو پر ضد او غبرګون کې په ډېرو لویدیځو هېوادونو کې له اسلام څخه کرکه مخ پر ډېرېدو ده.
د غونډې برخوال به ” د هغو اسلامي هېوادونو پر ستونزو هم خبرې وکړي چې، د او آی سي غړي نه دي. همدغه هغوی به له ترهګرۍ سره پر مبارزې هم وغږيږي.”
خو، په غونډه کې د مصري د ګډون په اړه لا هم پوښتنه په خپل حال پاتې ده، د ترکیې او مصر اړیکې په ۲۰۱۳ کال کې له واک نه د ولسمشر محمد مرسي له لېرې کولو وروسته خرابې شوې.