د سوريي لپاره د ملگرو ځانگړي استازي اسټيفن ديمستورا دمشق ته سفر کړی

د سوريي لپاره د ملگرو ځانگړي استازي اسټيفن ديمستورا دمشق ته سفر کړی ترڅو ددي هيواد له بهرنيو چارو وزير سره د پخلايني خبرو د بل پراو په هکله خبري وکړي

د سوريي لپاره دملگرو ملتونو ځانګړي استازي په داسې حال کې دمشق ته سفر کړی چې ټاکل شوې چې د سوریې په هکله د جینو خبرو دوهم پړاو پیل شي. د سیمه ایزو رسنیو د ریپوټونو له مخې ټاکل شوې ښاغلی دمیستورا د سوریې له بهرنیو چارو وزیر ولید معلم سره وګوري او په دې هکله خبرې وکړي. له دې سره ویلي چې دی به د ډيرې همغږۍ په موخه تهران ته هم سفر ولري. ټاکل شوې د سوریې په هکله د جینو د ناستې بل پړاو د چهارشنبه په ورځ په جینو کې پیل شي.

په ورته حال کې ددې هیواد په حلب ښار کې د دولتي سرتیرو او وسله والو ترمنځ سختې نښتې رواني دي په دې تړاو تیره ورځ په ټولنیزو رسنیو کې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې په دې سیمه کې د سختې نښتې ښکارندویي کوي   په دې سره دولتي سرتیري غواړي ترڅو ډيری نورې سیمې هم له داعش وسله والو ځخه پاکې کړي.

د حلب ښار یو مهال د سوریې پلازمینه وو او ددې ښار نیول د دمشق لپاره ډیر اهمیت لري.

Author

خروج از نسخه موبایل