امريكا د داعش ځپلو لپاره قطر ته بي ۵۲ الوتكې واستولې د امريکا متحده ايالتونو له ۱۹۹۱ ميلادي کال وروسته په لومړي ځل د داعش په ضد د مبارزې په هدف قطر کې خپلې بي ۵۲ جنګي الوتکې ځاى په
رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو له قوله ويلي، چې دغه هېواد پرون بي ۵۲ ډوله جنګي الوتکې په قطر کې ځاى په ځاى کړې.
د امريکا د هوايي ځواک قوماندانۍ چارواکي وايي، چې يادو الوتکو په ۲۰۰۶ کال په افغانستان او ۲۰۱۵ کال په اردن کې الوتنې ترسره کړې دي.
د امريکا د هوايي پوځ قوماندان چارلز براون وويل، چې په دې سره به په منځني ختيځ کې د داعش په ضد جګړه چټکه او پر دې وسله والې ډلې به فشار تر پخوا زيات شي.
دغه امريکايي جنرال په قطر کې د يادو الوتکو د شمېر په اړه څه و نه ويل، چې څومره الوتکې به د داعش په ضد جګړه کې ونډه اخلي.
امريکا او متحدين يې دا مهال په عراق او سوريه کې د داعش په ضد جګړه کې ښکېل دي، چې وخت ناوخت هوايي بريدونه هم ترسره کوي.