په يمن کي د ښکيلو خواوو ترمنځ اوربند رامنځ ته شوی

په يمن کي د ښکيلو خواوو ترمنځ اوربند رامنځ ته شوی   يمنيان د اوربند دوام او د ښکيلو خواوو ترمنځ يوې هوکړې ته د رسيدو لپاره هيله مند دي

د یمن اوسیدونکي له نن د اوربند دوام او تر نږدې راتلونکې د پخلاینې خبرو یوې نتیجې رسیدو ته هیله مند دی دوی وایي هیله مندی دي چې ښکیلې خواوې په دې پوه شي چې د جګړې له لار ې خپلو موخو ته نشي رسیدلی او باید دخبرو له لارې دا ستونزه هواره کړي.

دوی وایي ددوی لپاره دا مهمه نده چې واک به کوم لوری تر لاسه کړي ددوی یواځینۍ هیله د سولې او امنیت رامنځ ته کیدل ده.

کليپ….نبي الشوال – ” زما به آند په یمني ټولنه کې به سوله او امنیت رامنځ ته شي په یمن کې جګړې بدې پایلې له ځان سره درلودې او دا یو بې معنا کار دی که چیرې دا جګړه دوام وکړي د هیواد هره برخه به ویجاړه کړي.”

کليپ….محمدعلي – “مونږ باید د خبرو پایلو ته په ښه نظر وګورو او په دې هیله ووسو چې هرڅه به ښه شي له دې سره تمه لرو چې زمونږ له هیواده بهرني ځواکونه ووځي او زمونږ په هیواد کې بهرنۍ لاسوهنه بنده شي که چیرې دوی مونږ خپلې خوښې ته پریږدې مونږ کولای شو خپل هیواد جوړ کړو.”

ددوی په پرتله د تعز ښار اوسیدونکي دې خبرو او اوربند ته تر ډیره هیله مند دي دوی له ښکیلو خواوو غوښتي ترڅو په بشپړه توګه اوربند پلی کړي او پّ داسې یوه فضا کې خبرو ته دوام ورکړي چې له هر ډول ناخوالو تشه وي.

نشوان حُسامي – شهروند يمني ساکن تعز… “زه فکر کوم چې هرڅه به د اوربند په څیر ماتیدونکي وي تر اوسه هم د دواړو خواوو ترمنځ نښتې دوام لري تیره ورځ درویشت ټپیان له جګړه ځپلې سیمې څخه راوستل شوي وو ډيری یمني کورنۍ بیځایه شوي دي ددوی کورنه نړیدلې او زامن یې وژل شوي دي تر اوسه هم زمونږ د اولادونو پر مخ ښونځي تړل شوي نو له دې مخې مونږ څنګه د سولې د رامنځ ته کیدو په هکله ډاډ من ووسو.”

دا په داسې حال کې ده چې تر اوسه سعودي عربستان او د حوثیانو دلې اوربند ته د ژمن پاتې کیدو ژمنه کړې ده تیره اونی ددې هیواد لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازي اسمعیل شیخ ولد اعلان وکړ چې پّ یمن کې به اوربند د اپریل میاشتې له لسمې تر اتلسمې پلی شي.

Author

خروج از نسخه موبایل