د امریکا قضایي چارواکو ویلي، د امریکا د کانگرس پخواني رییس دنیس هسترت کلونه وړاندې کله چې یې د پهلوانۍ د روزونکي او ښوونکي په توگه دنده ترسره کوله، لږ ترلږه پنځه هلکان جنسي ځورولي دي.
ددې راپور له مخې، ښاغلي هسترت ددغو پټو جنسي ځورونو د مخفي پاتې کېدو لپاره نژدې ۳،۵ میلیونه ډالر ورکړي دي
د محکمې اسناد ښيي چې ښاغلي هسترت دا پیسې هغه کس ته د چوپ پاتې کېدو لپاره ورکړي چې په ۱۴ کلنۍ کې دده لخوا جنسي ځورول شوی و.
ددې هلکانو جنسي ځورونې د ۱۹۶۵ او ۱۹۸۱ کلونو ترمنځ رامنځته شوي او درې تنه یې د پهلوانۍ د ټیم غړي و چې هسترت یې روزونکی و.
ښاغلي هسترت چې ۷۴ کاله عمر لري په دروغ ویلو او د مالي قوانیو په نقض کولو اعتراف کړی.
هغه د امریکا کانګرس د رییس په توگه تر ۸ کلونو خدمت وروسته په ۲۰۰۷ کې تقاعد وکړ.
ټاکل شوې ښاغلی هسترت روانه میاشت د چوپ پاتې کېدو په مقابل کې د پیسو ورکړې له امله محکوم شي.
مدافع وکیلانو غوښتي چې ښاغلی هسترت د ناروغی له امله وبښل شي.