پر سوریه له ځمکني برید سره د امریکا نه ملاتړ

د امریکا، ترکیې، عربستان او قطر ترمنځ د څلور اړخیزې ناستې وروسته چې د مونیخ امنیتي ناستې په ځنډه کې تر سره شوه له دې سره چې ترکیې او سعودي عربستان سوریې ته د ځواکونو داستولو جدي پریکړه کړې خو جان کري ددې بریا په هکله شک ښودلی دی. د ریپوټونو له مخې جان کري په دې هکله ویلي: ستاسو د پوځي مداخلې پایلې ندي روښانه او کیدای شي ستاسو دا ب0E48BFC2-1374-4974-83EE-58BEEDD34ECD_w640_r1_sرید د سوریې دحکومت د ټینګښت په ګټه ځینې غبرګونونه را وپاروي. مونږ نشو کولای په دې برخه کې ستاسو هر اړخیز ملاتړ وکړو او تاسو هم له مونږ څخه دا تمه مه لرئ.

په دې ناسته کې د ترکیې بهرنیو چارو  وزیر د کردستان سیمې ته د یوه امریکایي پلاوي پر سفر اوله کردي مسولینو او چارواکیو سره یې پر لیدنه نیوکه وکړه خو د امریکا بهرنیو چارو وزیر په دې هکله ویلي چې دوی په دې سیمه کې د ریښتیني حالاتو په هکله دمالوماتو د تر لاسه کولو هڅه کوي او باید له دې مسلې سره منطقي چلند وشي.

Author

خروج از نسخه موبایل