د اسرایلو دآپارتاید د مشرانو غندنه

د اسرایلي لسم کانال دریپوټ له مخې: د سویلي افریقا مسلمانانو وکیلانو هڅه کړې ترڅو دې هیواد ته  دسفر پر مهال داسرایلو پخوانی ولسمشر شیمون پرز د هغه جنایاتو له مخې ونیسي کوم چې تر سره کړي یې دي.

ددې ریپوټ له مخې، د سویلي افریقا وکیلانوله فرانسېد پرز د ملاتړ له مخې چې د الجزایر له جنګي جنایاتو سره تړواو لري او همدارنګه پّ نولس سوه شپږ نویم کال کې د لبنان په سویل کې د قانا پر سیمه بمبار دا غوښتنې ته لاره هواره کړې او د قانون لاس یې خلاص کړی دی.

ددې غوښتنې اصلي علت او د شکایاتولامل د سویلي افریقا آپارتاید رژیم خخه د شیمون پرز ملاتړ دی کو چې له اویایمې  تر ایتایمې لسیزې یې دوام درلود.

د رسنیو څیړنیزې اونقد شبکې سازمان چې د صهیونیست آپارتاید د څرګندوالي او د فلسطیني سیمو د نیولو په برخه کې کار کوي  له دې کړنې په هرلکي سره یې په سرلیکنه کې لیکلي له اغراق پرته پرز دالجزایر په مقاومت کې د فرانسې له اصلي ملاتړو او پلویانو څخه شمیرل کیږي. په نولس سوه شپږ نویم کال کې دسویز په ستونزه کې له فرانسې دده ملاتړ دناورین رامنځ ته کونکی وو او دی د فلسطین په نیول شویو سیمو کې د غیر قانوني ښآرګوټو د رغاونې بنسټ ایښودونکی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل