د بحرين په پلازمينه منامه کي د لاريون کونکو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوي ده

د بحرين په پلازمينه منامه کي د لاريون کونکو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوي ده لاريون کونکو د هغه اولس کلن ځوان دوسيي ته د رسيدني غوښتنه کوله کوم چي د پوليسو په ډزو کي ټپي او روسته يي بيا په روغتون کي ساه ورکړه

د دولت پر وړاندې لاریون تیره ورځ د اولس کلن ځوان عبدالغني د وژل کیدو ته د دوسیې د رسیدو په موخه په لاره اچول شوی وو د هغه ځوان چې د پولیسو په ډزو کې تپي او وروسته یې بیا په روغتون کې ساه ورکړه. په دې لاریون کې پّ زرګونه بحرنیانو ګډون کړی وو او د دولت پر وړاندې یې شعارونه ورکول لاریون د پولیسو له مداخلې وروسته په تاو تریخوالي واوښت لاریون کونکو دلارو په اوږدو کې ځینې توکیو ته اور اچولی او په تګ راتګ بندیز لګول شوی وو

په بحرین کې د بشر حقونو او یو شمیر نور اړوندو ادارو د عیني شاهدانو له خولې لیکلي عبدالغني د مارچ میاشتې په یو

تظاهرات گسترده بحريني ها به دعوت جمعيت وفاق

دیرشمه نیته د لاریون پر مهال د پولیسو له لوري ټپي شوی وو خو دوه ورځې وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه خو ددې هیواد د کورنیو چارو وزارت په دې هکله څه ندي ویلي.

په بحرین کې له دوه زره یولسم کال راهیسې د دولت پر وړاندې لاریونونه دوام لري لاریون کونکي په دې هیواد کې د سیاسي اواقتصادي سمون غوښټنه کوي له دې سره له دوه زره څوارلسم کال راهیسې د دولتي چارواکیو او لاریون کونکو د استازو ترمنځ خبرې روانې دي خو تر اوسه یې کومه نتیجه نده ورکړې.

Author

خروج از نسخه موبایل