شیخ احمد الطیب:شیعه اوسنی د اسلام دوه وزرونه دي

د الازهر مشر شیخ احمد الطیب د مالزیا د پلازمینې جاکارتا کې د اندونیزیا او مصر د عالمانو پّ ناسته کې ویلي: سني او شیعه د اسلام دوه وزرونه دي او باimagesید تر ډیره سره نږدې شي.

د منځني ختیځ خبري آژآنس د ریپوټ له مخې دوی ټول اسلامي میراث روح ته را وبلل هغه روح ته چې د رحمت او تسامح په لور بلنه ورکوي او هر ډول بنسټپالي څنډې ته کړي. ده شیعیان د اهل سنت وروڼه ښودلي او ټینګار یې کی چې سني او شیعیه د اسلام دوه وزرونه دي او ددوی ترمنځ د واټن لرې کول اړین دي.

دوی زیاته کړې: شیعیان نشو تکفیرولی او نه یې له اسلام څخه ایستلی شو ځکه د سني او شیعه ترمنځ اختلافات فرعي دي او ډیری شیعیان د سب او لعن مخالفت کوي د شیعه اوسني ترمنځ اشتراکات دددوی ترمنځ د افراقاتو له مخې دي او باید دې ته اجازه ورنکړو ترڅو دښمن له دې تشې ناوړه ګټه پورته کړي. دوی ویلي په یمن عراق او سوریه کې جګړې د سني او شیعه ترمنځ د اختلافاتو له کبله دي چې اسلام دښمنه په ځانګړې توګه اسرایلو په لاره اچولې دي.

Author

خروج از نسخه موبایل