د امریکا دولت په ۲۰۱۱ کال کې د ماهان شرکت تورن کړی وو چې د سپاه پاسداران له قدس ځواکونو سره نږدې همکاري لري او د سوریې حکومت ته وسلې لېږدوي.
ریاض سعودي عربستان ته د ایراني هوایي شرکت ماهان الوتنې منع کړي دي.
د سعودي چارواکو ددې پرېکړې له مخې، د ماهان الوتکې د عربستان په هوایي ډګرونو کې د ناستې او یا هم ددې هېواد له آسمان څخه د تېرېدو اجازه نه لري.
د منع کېدو علت
دا ممنوعیت په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د ایران او سعودي عربستان ترمنځ دیپلوماتیکي اړیکې پرې دي.
تېرکال په پلازمېنه تهران او مشهد ښار کې د سعودي پر سفارت او کونسلګرۍ د شیعه روحاني د اعدام معترضو کسانو د برید له امله ریاض له ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړې.
د ایران ولسمشر حسن روحاني د شنبې په ورځ (حمل/ وري ۷مه) هیله وښوده چې په نږدې راتلونکي کې د دواړو هېوادونو اختلافونو ته حل لاره پیدا شي.
خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر ویلي، که ایران له سعودي او نورو اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې دی، باید د خپل “انقلاب له صادرولو” لاس واخلي.
تهران او ریاض د سوریې د کړکېچ په تړاو د نظر جدي اختلاف لري.
د امریکا دولت په ۲۰۱۱ کال کې د ماهان شرکت د سپاه پاسداران له قدس ځواکونو سره په نږدې همکارۍ او د سوریې حکومت ته د وسلو پر لېږد تورن کړ.