په سوريه او عراق کې ۵۰۰ بلجميانو جګړه کړي ده

له ۲۰۱۱ کال راهيسي له بلجيم ۴۲۰ تر ۵۱۶ تنو پورې چې ۴۷ پکې ښځې وي په عراق او سوريه کې د اسلامپالو جګړه مارانو په ليکو کې جګړه کړي ده. دغه ارقام ښيئ چې د بلجيم هېواد د جنګياليو دشمير په حساب داروپايي اتحادي دنورو هېوادونو په پرتله د سړي پر سر لومړی ځای لري د امطلب د تروريزم سره دمبارزي نړيوال څيړنيز مرکز (ICCT). څر ګند کړی دي.

د دوی د کارپوهانو په وينا اوس اوس په جګړه ځپلو سيمو کې له ۱۸۰ تر ۲۶۰ تنه پوري بلجيمي وسله وال موجود دي چې عمرونه يي د ۲۶ کالو په شاوخواکې دي.

په عراق اوسوريه کې د ټولو جګړه مارانو اجيرو له جملي څخه ۷۰ سلمه يي وژل شوي دي او د ۵۵ تر ۱۲۰ تنه پورې کسان بيرته بلجيم ته راستانه شويډي.

اکثرآ جګړه ماران د بروکسل اوسيدونکې دي، (چې له هغې جملي ۲۰ سلمه يي د مالنبيک د ښار ګوټي څخه دي) او پاتې نور په آنتورپ، فیلفورد او میشلن کې ثبت او راجستر شوي دي.

Author

خروج از نسخه موبایل