د قطر له لوري په یمن کې د داعش پیاوړتیا

خیریه موسسې قطر د له داعش سره مرسته نکوي، د قطر د خیریه موسسو ریس یوسف الکورای ویلی: دوی په یمن کې د خلکو د اړتیاوو لپاره سل میلیونه ډالره ځآنګړي کړي دي.

د منځني ختیځ خبري آژآنس دریپوټ له مخې: الکواري چې په دوحه کې د یمن له خلکو سره د مرستې کنفرانس په څنډه کې چې له یمنیانو سره د مرستې په موخه په لاره اچول شوی وو اعلان وکړ. خو ده دا ندي ویلي چې دا مرستې په سوریه کې له ورکړل شویو مرستو سره سمون لري او که په بیل ډول اړو خلکو ته ورکول کیږي.

الکواري په دې هکله نه دي ویلي چې دا مرستې له چا سره یعني له کومو خلکو او ډلو سره مرسته کوي.

قطر په سوریه کې د ستونزو په رامنځ ته کیدو سره دې هیواد ته د مرستو لړۍ پیل کړه خو ویل کیږي چې دا مرستې

اړو کسانو ته نه دي رسیدلې او داسې هم ویل کیږي چې قطر په دې هیواد کې د داعش له وسله والې ډلې سره مرسته کړې او دوی تشې یې ډکي کړې دي خو له دې سره ددې هیواد چارواکیو ویلي چې د سوریې له خلکو سره یې مرسته کړې ده.

د ویلو وړ ده چې په قطر کې ځینې خبري سرچینو ویلي د قطر امیر د عربستان او اماراتو په برابرښت سره په یمن کې د وسله والو ډلو د پیاوړتیا هڅې کوي او اوس مهال هم ځینې روزل شوي کسان پّ غیر قانوني توګه د سمندرونو له لارې یمن ته استول کیږي.

Author

خروج از نسخه موبایل