په پالميرا ښار کي د پيژندل شويو معابدو په گډون ډيری لرغوني آثار زيانمن شوي

د سوريي د لرغونو آثارو د اداري ريس وايي په پالميرا ښار کي د پيژندل شويو معابدو په گډون ډيری لرغوني آثار زيانمن شوي خو د بيا رغاوني وړ دي

د سوریې د لرغونو آثارو د ادارې ریس مامون عبدالکریم ویلي: په دې ښار کې د پیژندل شویو معابدو په ګدون ډیری لرغوني آثار زیانمن شوي خو ددې نښو نښانو بیا رغاونه شونې ده.

د پالمیرا ښار چې تیر کال د داعش له لوري نیول شوی وو یوه اونۍ وړاندې دولتي سرتیري په دې بریالي شول ترڅو دا ښار له داعش څخه پاک کړي اوس مهال دا ځواکونه له سیمې د ماینونو د پاکوالي په حال کې دي.

جنرال ارتش سوريه: “زمونږ د څیړنو له مخې تر نږدې راتلونکې به د پالمیرا ټول ښار له ماینونو پاک او له بشپړ امنیت څخه به برخمن شي له دې سره د حمص ښار ته غځیدلې لاره هم سل په سلو امنه ده خو خینې نورې لارې چې نورو سیمو ته غځیدلې د ماین له ګواښ سره مخ دي د سوریې خواکونه په بشپړه توګه ددې وړتیا لري ترڅو د القاعدې داعش او النصرې جبهې په څير ډلې له سوریې څخه په شا کړي له دې سره چې دا بریدونه او عملیات به آسانه نه وي خو له ترهګریزو ډلو څخه څخه د سرویې پاکوالي ته ژمن یو.”

تیره جمعه یو شمیر خبریالان د پالمیرا لرغوني ښار ته ورغلي وو او ددې ښار له بیلا بیلو سیمو څخه یې لیدنه وکړه د خبریالانو له لوري په اخستل شویو انځورو کې ښکاري چې هغه دوزره کلن معابد نړیدلې وو چې ډير اهمیت یې درلود خو ځینې تاریخي سیمې بیا زیانمنې شوې وې. پّ تیر یوه کال کې داعش په دې ښار کې ډيره مرګ ژوبله ګاللې ده.

له دې سره له ماینونو ددې ښار او شاوخوا سیمو پاکوالی د سوریې لپاره ستونزمن کار دی او کیدای شي د لرغونو آثارو د له منځه وړلو په موخه په ډیریو ځایونو کې ماینونه ځای پر ځای شوي وي.

Author

خروج از نسخه موبایل