بحرین د سیمې هېوادونو په تړاو د ایران بهرني سیاست د بدلون غوښتنه کړې
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، ایران باید د سیمې د هېوادونو او عربي نړۍ په تړاو خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي.
شیخ خالد بن احمد آل خلیفه له العربیه ټلویزیون سره مرکه کې وویل، ایران د نړۍ په اړه خپل بهرنی سیاست بدل کړی، خو کوم څه چې پاتې دي، هغه د عربي هېوادونو په تړاو د سیاستونو بدلون دی.
د بحرین
د بحرین او ایران اړیکې په وروستیو کلونو کې ډېرې زیاتې کړکېچنې وې.
دا اړیکې تر ډېره په ۲۰۱۱ کال کې بحرین کې د شیعه معترضانو تر ځپل کېدو وروسته ترینګلې شوې. په هغه کال د سعودي عربستان پوځ د بحرین له امنیتي ځواکونو سره د اعتراضونو په ځپلو کې مرسته وکړه.
بحرین په دې وروستیو کې د ریاض په ملاتړ ایران سره د عربستان د اړیکو تر پرې کېدو وروسته، له تهران سره دیپلوماتیکي اړیکې وشلولې.
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر العربیه شبکې ته ویلي، که ایران د خپل کړنو د سمون لپاره لازم ګامونه پورته نه کړي، له تهران سره به یې د هېواد په اړیکو کې پرمختګ رانه شي.
هغه د مثال په توګه د لبنان له حزب الله ډلې ملاتړ او یو شمېرو نورو هېوادونو ته د وسلو استولو ته اشاره کړې ده.
یو شمېر عربي هېوادونه چې تر ډېره یې ایران سره دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړي دي یا یې راکمې کړي، پردې هېواد تور لګوي چې د عربي هېوادونو په چارو کې لاسوهنه کوي. خو ایران د نورو هېوادونو په چارو لاسوهنه او د وسلو استول ردوي.
آل خلیفه په مرکه کې ویلي، د ایران یوه چارواکي د کویټ امیر ته یو لیک استولی چې پکې یې د ایران او فارج خلیج څنډو هېوادونو ترمنځ د خبرو پیلولو غوښتنه کړې ده او د کویټ امیر هم دا اطلاع ددغو هېوادونو مشرانو ته رسولې ده.
د بحرین د بهرنیو چارو وزیر ویلي، تر دې لیک یوه ورځ وروسته، د ایران مذهبي مشر د بحرین پرضد څرګندونې وکړې او په هماغه ورځ یوه لوړپوړي ایراني چارواکي وویل، “بحرین باید بېرته ایران ته وګرځول شي.”
هغه ویلي، ایران سره د خبرو اترو دروازه تل خلاصه وه، خو “په دې وروستیو کې اړ شوو دیپلوماتیکې اړیکې پرې کړو.”