ترکیه سوري کډوال په زوره خپل هېواد ته ستنوي

د بښنې نړیوال سازمان وایي، ترکیې په زوره زرګونه سوري کډوال اړ کړي دي چې بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ددې سازمان په وینا د ترکیې دا کار د نړیوالو قوانینو نقض دی.

دغه نړیوال بنسټ ویلي، د ترکیې – سوریې پر پولې د ترسره کړې څېړنې له مخې، ترکیې د روان میلادي کال د جنورۍ میاشتې نیمایي کې (نژدې دوه میاشتې وړاندې) هره ورځ نږدې ۱۰۰ سوري کډوال اړ کړي خپل هېواد ته ستانه شي.

د سوري کډوالو په اړه د ترکیې او اروپا ترمنځ د وروستۍ هوکړې له مخې هغه کډوال چې د پناه غوښتنه یې ردېږي، بېرته ترکیې ته استول کېږي. خو د بښنې سازمان وایي، راپورونه ښيي چې ترکیه د کډوالو لپاره امن هېواد نه دی.

د پناه غوښتونکو د حقونو په برخه کې فعالې ډلې پر دې اندېښمن دي چې دا هوکړه به د پناه غوښتونکو له حقونو سره په تضاد کې وي.

دا ډله همداراز وایي، په سرحدي سیمو کې شدید محدودیتونه او د ویزې په اړه نوي قوانین سوري کډوال اړ کوي چې د پیسو په ورکولو د قاچاق وړونکو لمنه ونیسي.

د ترکیې دولت داسې هرډول راپور رد کړی چې وایي سوري کډوال په زوره بېرته ستنول کېږي.

Author

خروج از نسخه موبایل