د ملگرو ملتونو لوي منشي بانکي مون له نړيوالې ټولني غوښتي ترڅو له کډوالو سره ډيره مرسته وکړي

د ملگرو ملتونو لوي منشي بانکي مون له نړيوالې ټولني غوښتي ترڅو له کډوالو سره ډيره مرسته وکړي دوی د جينو په يوه خبري ناسته کي وويل د سوريي گاونډي هيوادونه په دي برخه کي تر دير فشار لاندي دي او نړيواله ټولنه بايد له دي هيوادونو سره تر ډيره سياسي او مالي مرسته وکړي

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو لوی منشي ویلي: نور هیوادونه باید نیم میلیونه سوریان ومني او دوی ته د ژوندانه د هوساینې لاره هواره کړي او که چیرې اړتیا پیښه شي دوی ته د زدکړو لاره پرانیزي. له دې سره ده ویلي کډوالو ته باید په کینه ناکه سترګه ونه کتل شي ځکه چې کیدای شي دوی په راتلونکې کې په کوربه هیواد کې زدکونکي، ښونکي، کاروکونکي وې او په نورو برخو کې هم فعالیت وکړي.

په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ځانګې مشر ویلي: کډوال له بیلا بیلو ګواښونو سره مخ دي او ددوی په هکله د بشر له حقونو کار نه اخستل کیږي ده زیاته کړې اروپایي ټولنه باید په دې برخه کې یوه مناسبه لاره خپله کړي.

فليپوگراند؛ “اروپایي هیوادونه دلته دي ترڅو له ترکیې لبنان اردن او یو شمیر نورو هیوادونو سره د کډوالو په برخه کې مرسته وکړي هغه څه چې په دوهم ګام کې مهم دي د کډوالو لپاره دمیشت ځایونو برابرښت دی اروپایي ټولنې ژمنه کړې چې یوسل اتیا زره کورنیو ته به کورونه جوړوي خو دا بسنه نکوي مونږ له دوی څخه غواړي ترڅو له دې ډير مرستو ته دوام ورکړي. “

ویل کیږي چې اوس مهال د کډوالو شمیره له نړیوالې دوهمې جګړې وروسته بیسارې ښودل شوې ده په دې وروستیو کې په میلیونونه کډوالو داروپا په لور مخه کړې چې په دوه زره پنځه لسم کال کې اروپا ته د تګ په موخه له دریو زرو ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

Author

خروج از نسخه موبایل