روسیه چمتو ده، په هند دوه ۱۱۳۵۶ډوله بیړۍ وپلورۍ، په دغو بیړیو کې د اوکراین د اینجنینونو په هکله خبري روانې دي. په دې هکله څرګندونې د سې شنبې په ورځ د پوځي تخنیکي همکاریو د دولتي شرکت مشر الکساندر دیکی د Defexpo India 2016 نندارتون څخه د کتنې پر مهال کړي دي.

ددغه تړون شرایط له دې کبله چې د دغو بیړیو لپاره اینجنونه په اوکراین کې جوړیږي او په پوځي برخه کې د اوکراین او روسیې تر منځ553168 اړیکې شکیدلې دي، ګران دي.

مرکه کوونکي په دې هکله باور څرګند کړ:« د هند له لوري لخوا ددغو بیړیو د اخستلو د پریکړۍ وروسته د تخنیکي سمبالښت لپاره یې څو وریانتونه موجود دي».

د ویلو وړ ده، چې ۱۱۳۵۶ډوله بیړۍ د دې وړتیا لري، چې د اوبو په سر او د اوبو لاندې د بیړیو د بریدونو مخنیوي هم په خپلواکه توګه او هم په نظام کې وکړي. په دغو بیړیو کې د توغنديز او د توپچي سیستمونو سر بیره د اوبتلونو او هوايي ځواکونو د بریدونو مخنیوی په موخه د رادارو پرمختللي سیستمونه هم ځاي پر ځاي شوي دي. په دغې بیړۍ کې چې ۱۲۵ متره اوږده ده ،۱۸۰ تنه ځایږي.

Author

About Author

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *