روسیه چمتو ده، په هند دوه ۱۱۳۵۶ډوله بیړۍ وپلوری

روسیه چمتو ده، په هند دوه ۱۱۳۵۶ډوله بیړۍ وپلورۍ، په دغو بیړیو کې د اوکراین د اینجنینونو په هکله خبري روانې دي. په دې هکله څرګندونې د سې شنبې په ورځ د پوځي تخنیکي همکاریو د دولتي شرکت مشر الکساندر دیکی د Defexpo India 2016 نندارتون څخه د کتنې پر مهال کړي دي.

ددغه تړون شرایط له دې کبله چې د دغو بیړیو لپاره اینجنونه په اوکراین کې جوړیږي او په پوځي برخه کې د اوکراین او روسیې تر منځ اړیکې شکیدلې دي، ګران دي.

مرکه کوونکي په دې هکله باور څرګند کړ:« د هند له لوري لخوا ددغو بیړیو د اخستلو د پریکړۍ وروسته د تخنیکي سمبالښت لپاره یې څو وریانتونه موجود دي».

د ویلو وړ ده، چې ۱۱۳۵۶ډوله بیړۍ د دې وړتیا لري، چې د اوبو په سر او د اوبو لاندې د بیړیو د بریدونو مخنیوي هم په خپلواکه توګه او هم په نظام کې وکړي. په دغو بیړیو کې د توغنديز او د توپچي سیستمونو سر بیره د اوبتلونو او هوايي ځواکونو د بریدونو مخنیوی په موخه د رادارو پرمختللي سیستمونه هم ځاي پر ځاي شوي دي. په دغې بیړۍ کې چې ۱۲۵ متره اوږده ده ،۱۸۰ تنه ځایږي.

Author

خروج از نسخه موبایل