بلخ كې سخته نښته، طالبانو د جګړې پر ميدان ۲۰ مړي پريښي د بلخ امنيتي چارواكي وايي، د دې ولايت په چهاربولك ولسوالۍ كې له پرون سهار راهيسې د افغان ځواكونو او طالبانو تر منځ وسله واله نښته لا هم روانه ده.
د بلخ دامنیه قوماندانۍ د امنیت امرعبدالرزاق قادري وویل، پرون وسله والو طالبانو په چهاربولک ولسوالۍ کې پر امنیتي ځواکونو برید وکړ چې په نښته کې ۲۰
هغه زیاته کړه، په دغه نښته کې د وسله والو طالبانو په یوه کمین کې دوه پولیس هم ووژل شول .
قادری وویل وسله وال طالبان له ماتې وروسته بېرته د جوزجان ولایت فیض آباد ولسوالۍ ته پر شا شوي دي.
دى وايي، امنيتي ځواكونه به د وسله والو د ځپلو لپاره په سيمه كې خپلو عملياتو ته دوام وركړي او په سيمه كې به د طالبانو دايمي ګواښ له منځه يوسي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم د بلخ ولایت، د خلم ولسوالۍ په شباغلي سیمه وسله والو طالبانو برید کړی و چې له سختې ماتې سره مخ شوي وو.