پاکستان له ايران سره د تگ راتگ دوه نورې لارې د دوارو هيوادونو ترمنځ رامنځ ته کوي

پاکستان له ايران سره د تگ راتگ دوه نورې لارې د دوارو هيوادونو ترمنځ رامنځ ته کوي

د پاکستان لومړي وزير د ايران له ولسمشر سره په اسلام آباد کي يوي گډې خبري ناستي ته وويل: دا گام د دواړو هيوادونو ترمنځ د سوداگرۍ برخي ته د ودي ورکولو په موخه پورته کيږي

د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف له حسن روحاني سره په یوه ګډه خبري ناسته کې ویلي د ایران او پاکستان ترمنځ به د تګ راتګ دوه نورې لارې هم پرانستل شي، د ایران ولسمشر د یوه دوه ورځیني سفر په موخه اسلام اباد ته رسیدلی دی. نواز شریف ویلي ددې سفر پر مهال له ایرانه پاکستان ته د برښنیا پر را لیږدلو بحث شوی او ددې بحثونو په لړ کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو او له ایران څخه پاکستان ته د غازو د رالیږدلو پروژ ته نغوته شوې ده

نوازشريف؛ “مونږ پریکړه کړې چې د پاکستان او ایران ترمنځ د سوداګرۍ برخې ته د ودې ورکولو په موخه د دواړو هیوادونو د خلکو تګ راتګ ته لاره هواره کړو چې په دې سره به د جرمونو کچه ټیته او د سوداګری کچه به لوړه شي. ددې سفر پر مهال دواړو خواوو په بیلا بیلو مسایلو خبرې کړي چې سیمه ایز او نړیوال مسایل رانغاړي پر ایران د لویدیځ هیوادونو د بندیزونو په لړ کې چې له څو کلونو راهیسې روان وو زمونږ اړیکې یې هم زیانمنې کړې وې اوس به مونږ د داسې لارو په لټه کې پاتې شوکوم چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو دپیاوړتیا لامل ګرځي.”

د ایران ولسمشر په دې خبرې ناسته کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو ته نغوته وکړه وویل: ددې دواړو هیوادونو امینت له یوه بل سره تړلی او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراخوالی ته په ښه توګه لاره هواره شوې ده.

ټاکل شوې چې پآکستان ته ایران د ولسمشر سفر پر مهال د برښنا بیمې سوداګری خونې رسنیو علمی او روغتیا په برخو کې ځینې سندونه لاسلیک شي

Author

خروج از نسخه موبایل