هلمند کې لسگونه وسلوال وژل شوي

د افغانستان په جنوبي ولايت هېلمند کې چارواکي ادعا کوي چې د امريکا د بې پېلوټه الوتکو دوو بريدونو کې لسگونه طالبان وژل شوي او همدومره نور ژوبل دي.

په هلمند کي د پولیسو د ۵۰۵ زون قومندان، پاسوال عصمت الله دولتزي خبرو کې وويل چې لومړی برید د نادعلي ولسوالۍ کې تېره شپه شوى چې په وينا يې ۳۰ وسلوال په کې وژل شوي دي.

ښاغلى دولتزی ادعا کوي چې دويم بريد کې چې نن(جمعه) د مرجې ولسوالۍ کې شوى شاوخوا ۷۰ تنه وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

کله چې د پاسوال دولتزي څخه وپوښتل شول چې تاسې په څه ډول د تلفاتو په اړه دا معلومات ترلاسه کړ هغه وويل ” مونږ د وسله والو مخالفانو مخابروي خبرو څخه دا معلومات ترلاسه کړې دي.

په سم لاسي توگه افغانستان کې بهرنېو ځواکونو ددې بريدونو په اړه څه نه دي ويلي نه هم طالبانو د افغان چارواکو ادعاو ته غبرگون ښودلى دى.

په دې وروستیو کي افغان او بهرنیو ځواکونو د هېلمند په یو شمیر سیمو کي هوایې عملیات پیل کړي، چې چارواکي يې تر ډیره “بریالي” بولي.

Author

خروج از نسخه موبایل