د عبدالرحمان مصطفى قادولي په سر امريکا د اوه ميلونه ډالرو انعام اعلان کړى و
امريکايي خبري رسنۍ وايي د داعش مرستيال سوريه کې امريکايي عملياتو کې وژل شوى دى.
د امريکا د دفاع چارواکو ويلي دي عبدالرحمان مصطفى قادولي روانه مياشت يوۀ بريد کې وژل شوى دى. دى د عراق اوسېدونکى او د حاجي ايمان او ابو علا په نوم هم يادېده.
د امريکا حکومت د هغۀ په سر د اوه ميلونه ډالرو انعام هم ايښى و.
قادولي چې په خټه ترکمن و په ١٩٥٧ يا ١٩٥٩ کې د عراق موصل ښار کې زېږېدلى و. دا ښار د ٢٠١٤ کال نه راپدېخوا د داعش په لاس کې دى.
دى په ٢٠٠٤ کال کې د ابو مصعب الزرقاوي په مشرۍ القاعدې کې شامل شوى و. دى د هغه مرستيال او په موصل کې د القاعدې مشر و. وروسته دى نيول کېږي او په ٢٠١٢ کال کې يوه عراقي زندان څخه د ازادېدو وروسته سوريه کې داعش سره ملگرى شوى و.
ټاکل شوې ده چې د قادولي د وژل کېدو په اړه به د امريکا ددفاع وزير اش کارټر خبري کانفرانس کې معلومات ورکوي.