په دريوو اروپايي هېوادونو کې ١٠ نور کسان په دې شک چې ترورستي فعاليتونو سره تړاو لري نيول شوي دي. دا کسان په داسې حال کې نيول کېږي چې د بروکسل له بريدونو وروسته پوليس هڅه کوي د داسې نورو احتمالي بريدونو مخنيوى وکړي.
دې څخه اوه کسان په بروکسل او دوه د راپورونو له مخې په جرمني او يو د فرانسې په پلازمېنې پاريس کې نيول شوى دى.
د س
د بروکسل بريدونو کې ٣١ کسان وژل شوي او له ٢٥٠ زيات ژوبل شوي وو.
د بروکسل د سچربيک سيمه کې نن د لږ ترلږه دوه نورو چاودونو راپور ورکړ شوى. دا چاودنې د پوليسود لټون د عملياتو پر مهال شوې دي.
دا هغه سيمه ده چې د سه شنبې په ورځ هلته څو کسان نيول شوي وو.
د فرانسې د پوليسو سرچينې وايي چې بروکسل کې د لټون اوسني عمليات پرون د پاريس په څنډو کې ترسره شوو هغو سره تړاو لري. هلته په ظاهره د يوه بريد هڅه شنډه شوې ده.
بلخوا دامريکا د بهرنېو چارو وزير، جان کيري، چې بروکسل کې دى ويلي دي “د اسلامي دولت په نوم ډله به له منځه وړل کېږي”.
د بروکسل د بريدونو يوه ترسره کوونکي ابراهيم البکراوي په اړه ويل شوي چې هغه يوځل د ترکيې او سوريې په پوله نيول شوى و.
د بلجيم لومړي وزير سره د ليدنې پر مهال ده د سه شنبې د ورځې قربانيانو سره خواخوږي او بلجيم سره ديووالي څرگندونه وکړه .
ده وويل ” د داعش له منځه وړلو لپاره به د لويديځ اتحاد دوام کوي”.