په ټوله اروپا کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي دي
د اسلامي دولت ډلې یا داعش د بلجیم د بریدونو مسولیت په غاړه واخیست چې په کې لږ تر لږه ٣۴ کسان ووژل شول او ١٨٧ تنه نور ټپیان شول.
د بلجیم مقاماتو ویلي دي چې بروکسل ته نژدې د “زوینتم” د هوایي ډگر په چاودنو کې ۱۴ تنه او د اروپایي اتحادیې مرکزي ودانۍ ته نژدې د بروکسل ښار د میترو په چاونه کې ۲۰ تنه ووژل شول
ویل شوي دي چې ددې بریدونو څخه یو یې ځانمرگی برید و.
د سه شنبې د ورځې د چاودنو په نتیجه کې د بلجیم پایتخت د بروکسل ښار تړل شوی او په ټوله اروپا کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي. په ټوله اروپا کې هوایي چلند سمدستي ټینگ امنیتي تدابیر ونیول.
د بروکسل د ښار د بریدونو وروسته د بېړنیو مرستو د عملې فعالیت
د بروکسل د ښار د بریدونو وروسته د بېړنیو مرستو د عملې فعالیت
د بلجیم حکومت د ترهگریزو بریدونو په اړه د خبرداري کچه خورا لوړه کړه د الوتکو او اورگاډو د حرکت لوری یې بدل کړ او خلکو ته یې امر وکړ چې هر چیرته چې دي، لارښونو ته دې انتظار اوسي.
د بلجیم صدراعظم چارلس میچل د نورو بریدونو په هکله د مقاماتو د اندیښنې په څرگندولو سره په خبري کنفرانس کې وویل چې “له هغه څه نه مو چې اندیښنه درلوده، پیښ شول.”