په امريکا کې يو ترکي سوداګر ونيول شو

دامريکا متحده ايالاتو مقاماتو ترکي سوداګر ايران ته د ناقانونه پیسو داستولو په جرم تورن کړي دي .

دغه کس پر ايران د لګيدلو بنديزونو سره سره ايران ته د پيسو په ناقانونه ليږد ګرم پيژندل شویډي. دامطلب د دوشنبي په ورځ د نيويارک څارنوالي څر ګند کړی دي. ويل کيږي چې ۳۳ کلن ترکي سوداګر ريزه ضراب د «سلګونو مليونو ډالرو » معاملي کولي. دی د شنبي په ورځ دامريکا متحده ايالاتو د فلوريدا ايالت د مايامي په ښار کې و نيول شو. ضراب د دوشنبي په ورځ د نيويارک د منهاټن محکمي ته حاضر کړل شو. چې په محکمه کې پر ده رسمي تورونه ولګول شول. د دده سره دوه ايرانيان هم دي چې په دغه کاروبار کې يي برخه اخستي وه.

Author

خروج از نسخه موبایل