اسراییلو پټو عملیاتو کې’ یمن کې پاتې وروستي یهودان ایستلي

اسراییل وایي، د پټو عملیاتو په ترڅ کې یې پاتې وروستي یهودیان له یمن څخه ویستي او اسراییلو ته یې لېږدولي دي.

د یهود اژانس د راپور له مخې، دا عملیات په تېرو څو ورځو کې د کورنۍ جګړې په جریان کې ترسره شوي دي.

جوریسلم پوسټ ورځپانې د یهود اژانس په نقل لیکلي، ۱۹ کسان چې د یمن وروستي یهودي اوسېدونکي وو، د یو لړ پېچلو عملیاتو په ترڅ کې له هېواده ووتل.

په دې ډله کې ۱۴ کسان د یمن په سوېل ریده ښار کې اوسېدل او یوه پنځه کسیزه کورنۍ په پلازمېنه صنعا کې وه.

له دې کسانو یو خاخام (یهودی عالم) دی چې له پلار، مور او مېرمنې سره اسراییلو ته تللی. هغه له ځانه سره د تورات یوه زړه نسخه چې ویل کېږي ۵۰۰-۶۰۰ کاله لرغونتوب لري، اسراییلو ته وړې ده.

د اسراییلو ټلویزون ۲ شبکې ویلي، د امریکا بهرنیو چارو وزارت ددې کسانو په ایستلو کې له اسراییلو سره مرسته کړې ده.

د اسراییلو هېواد تر تشکیل وړاندې یمن په منځني ختیځ کې د یهودیانو سترې ټولنې درلودې.

تر ۱۹۴۸ کال وروسته د یمن نږدې ۵۱ زره یهودان اسراییلو ته لاړل.

Author

خروج از نسخه موبایل